وړې وړې خبری به بابا راته کولې
کیسی د (بلاګانو) به مې نیا راته کولې
وړه کۍ ومه ماشومه په هر چا به مې ناز وه
چا بدی چا به ښه ښائسته وینا راته کولې
یو چا به تخنولمه یو چا به خندولم
یو چا به مې پېښې بیا د ژړا راته کولې
بچیه؛ خدای دې لوي کړه له لویۍ دې الله ساته
مورجانې به مې تل داسې دعا راته کولې
چینې! ته چې به لاړمه اوبه مې خړولې
د کلي شوخو نجونو به کنځا راته کولې
شلېدلې سپاره د الف؛ با؛ به راسره وه
څه ښکلي مسلي به مو ملا راته کولې
ویل به یې یا مړه شی یا زما شی......جانې
یو ښکلی همېشه داسې ښېرا راته کولې
Sadiq amin
کیسی د (بلاګانو) به مې نیا راته کولې
وړه کۍ ومه ماشومه په هر چا به مې ناز وه
چا بدی چا به ښه ښائسته وینا راته کولې
یو چا به تخنولمه یو چا به خندولم
یو چا به مې پېښې بیا د ژړا راته کولې
بچیه؛ خدای دې لوي کړه له لویۍ دې الله ساته
مورجانې به مې تل داسې دعا راته کولې
چینې! ته چې به لاړمه اوبه مې خړولې
د کلي شوخو نجونو به کنځا راته کولې
شلېدلې سپاره د الف؛ با؛ به راسره وه
څه ښکلي مسلي به مو ملا راته کولې
ویل به یې یا مړه شی یا زما شی......جانې
یو ښکلی همېشه داسې ښېرا راته کولې
Sadiq amin
No comments:
Post a Comment